۰

هملند کې د طالبانو مشهور قومندان ملا عبدالله نیول شوی

پنجشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۶
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان ملا عبدالله له دریو تنو ملګرو سره یو ځای نیولی دي.
هملند کې د طالبانو مشهور قومندان ملا عبدالله نیول شوی
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان ملا عبدالله له دریو تنو ملګرو سره یو ځای نیولی دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه طالب قوماندان د شپنیو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
سرچینه وايي، افغان ځواکونو د نادغلي ولسوالۍ د لوی مانده او د مارجې ولسوالۍ د عصمت بازار په سیمه کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د وسله والو پټنځایونه له منځه وړل شوي او ګڼ شمېر وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغه پټنځایونو یومیل آرپي جي راکیټ، څلورمیله توپنګچې، یومیل جي درې، دوه ورځني دربینونه دوه میله شپني دربینونه، یومیل شات ګن، ۹۱۰۰ فیره دپیکا مرمۍ، ۳۰۰ د آرپي جي راکیټ مرمۍ، دماین جوړولو کارخانه د ۲۵ حلقو ماینونو او سامان الاتو سره لاسته راغلي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې پر همدې مهال د ملاعبدالله په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان د خپلو دریو نورو ملګرو سره یو ځای چې یو یې د ماین جوړونې ماهر او بل تن سیفرجي دی له دوه میله کلاشینکوف او یوې غټي ایکم مخابرې سره لاس په لاس ژوندي نیول شوي دي.
بل پلو په همدې شپه دمارجې ولسوالۍ دعصمت بازار په سیمه کي دعملیاتو پرمهال دوسله والو پر یوبل پټنځای هم د امنیتي ځواکونو له خوا برید شوی چي په نتيجه کې یې یو موټر بم له منځه وړل شوی، دوه میله دهشکې، ۳۰ پایې چپرکټ، ۲۰ تختې چوشکي،۵۰ جانپراو۲۰ دریشۍ هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
تر اوسه وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان دفاع وزارت هم وویل، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال ډېرې لاس ته راونې لري او وسله وال طالبان یې سخت ځپلي دي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین