۰

جرمني افغانستان ته نور سرتېري رالېږي

پنجشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۶
جرمني اعلان کړی، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او له دترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر به ۱۳۰ نور اضافي سرتېري افغانستان ته ولېږي.
جرمني افغانستان ته نور سرتېري رالېږي
جرمني اعلان کړی، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او له دترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر به ۱۳۰ نور اضافي سرتېري افغانستان ته ولېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د جرمني حکومت دغه پرېکړه تېره ورځ د کابینې تر یوې غونډې وروسته چې په کې د ترهګرۍ سره پر مبارزې په کې خبرې وشوې، وکړه.
د جرمني حکومت وايي له ١٣٠ نورو پوځيانو له لېږلو سره به په افغانستان کې د دوى د پوځيانو شمېر ٩٨٠ ته لوړ شي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمني دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د دغه هیواد کابینې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په باب خبرې وکړې.
د جرمني دفاع وزیرې اروسولا فان دیر لېین په سپټمبر میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو کندوز ښار ونیوه، وویل چې راتلونکی کال له افغانستانه د ټولو جرمني پوځیانو ایستل ځنډوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین