۰

د ارغنداب ډلییز برید د بریدګرو په وژنې پای ته ورسېد

پنجشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۶
چارواکي وايي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ د وسله والو ډلییز ځانمرګی برید د پنځو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د ارغنداب ډلییز برید د بریدګرو په وژنې پای ته ورسېد
چارواکي وايي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ د وسله والو ډلییز ځانمرګی برید د پنځو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، وسله والو نن سهار ۷ بجې د ارغنداب ولسوالۍ په مرکز برید وکړ.
نوموړي وویل چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د ولسوالۍ په اول قرول کې ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته څلور تنو نورو بریدګرو هڅه کوله، چې ولسوالۍ ته د ننه شي.
د هغه په وینا بریدګر د ننوتو پر مهال د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول، او څلور واړه و وژل شول.
دی زیاتوي، چې په دې برید کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی دی او نور هېچا ته زیان نه دی اوښتي.
په ورته وخت کې نوموړي وویل، چې افغان ځواکونو په سیمه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر هم کشف او له منځه وړی دی.
خو د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان نياز محمد مجاهد وايي، دغه بريد د امنيې قومندانۍ، ولسوالۍ او د افغان پوځيانو پر مرکزونو تر سره شوى.
نوموړي وویل، چې لومړى یوه ځانمرګي د چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر په وسيله چاودنه وکړه او وروسته څلور نور ځانمرګي وسله وال په فلډر موټر کې سيمې ته راغلي.
د امنيه قومندان په وينا چې دغه څلورو بريد کوونکو د افغان پوځيانو يونيفورم په تن کړى وو او د ځانمرګي واسکټونو او وسلې هم ورسره وې.
نوموړي ویلي په دغه برید کې چې یو ساعت یې دوام درلود، د ملي اردو یو سرتېرى او پنځه بريدګر وژل شوي او د ملي اردو د درې سرتېرو په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي.
د ارغنداب امنیه قوماندان زیاتوي، چې د دي بريد په اړوند يې لاله وړاندې مالومات لرل.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او وايي، په دغه برید کې یې افغان ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د عامه نظم ساتنې پر پولیسو هم چاودنه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۹ تنه ټپیان شوي، چې ولسي وګړي هم په کې دي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین