۰

د لوګر د څارنوالۍ او عدلیې رییسان ټپیان شول

پنجشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۰
چارواکي وايي، د لوګر د څارنوالۍ رییس او د دغه ولایت د عدلیې رییس له یوه بل څارنوال او دوه ساتونکو سره یو ځای په وسله وال برید کې ټپیان شوي دي.
د لوګر د څارنوالۍ او عدلیې رییسان ټپیان شول
چارواکي وايي، د لوګر د څارنوالۍ رییس او د دغه ولایت د عدلیې رییس له یوه بل څارنوال او دوه ساتونکو سره یو ځای په وسله وال برید کې ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د کابل- لوګر پر لویه لار د لوګر د مرکز اړوند پورک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، د څارنوالۍ رییس حکیم نورزی او د عدلیې رییس تراب تراب په موټر کې سپاره و، چې په یاده سیمه کې د وسله والو پر کمين کېوتل.
د نوموړي په خبره چې په دې وسله وال کمین کې د څارنوال نورزی، د عدلیې رییس تراب، یو بل تن ملکي څارنوال او دغه راز د څارنوالۍ د رییس دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
د والي ویاند وویل چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي او د برید کوونکو د نیولو له پاره پلټنې روانې دي.
بل خوا عیني شاهدان وايي، په دغه برید کې د څارنوالۍ د رییس یو ساتونکی وژل شوی هم دی، خو چارواکو یوازې د دوه ساتونکو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین