۰

کنړ کې ۱۵ وسله وال د سولې بهیر سره یو ځای شول

چهارشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۲
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه ۱۵ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیرسره یو ځای شوه.
کنړ کې ۱۵ وسله وال د سولې بهیر سره یو ځای شول
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه ۱۵ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیرسره یو ځای شوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوي، چې دغه وسله وال تېره ورځ د سولې له بهیر سره یو ځای او خپلې ۱۵ میلله ډول ډول وسلې یې هم امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.
د هغه په وینا دغه وسله والو تر دې وړاندې د خیر محمد په نوم د طالب قوماندان تر مشرۍ لاندې د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل درې سیمه کې د دولت پر ضد فعالیت درلود.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد وسله وال د ملي امنیت او سولې شورا په هڅو او د حقیقت په پوهېدو سره له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.
تر اوسه پورې وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په کنړ ولایت کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴۴۱ تنه وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین