۰
د پکتیکا قومي مشران:

اوس مو خپل دوښمن پېژندلی نور به د امنیت د خرابېدو اجازه ورنکړو

چهارشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۸
د پکتیکا ولایت قومي مشران وایي، اوس یې د ځان او هېواد دښمنان ښه پېژندلي او وروسته له دې به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې د دوی په ولایت کې امنیت خراب کړي.
اوس مو خپل دوښمن پېژندلی نور به د امنیت د خرابېدو اجازه ورنکړو
د پکتیکا ولایت قومي مشران وایي، اوس یې د ځان او هېواد دښمنان ښه پېژندلي او وروسته له دې به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې د دوی په ولایت کې امنیت خراب کړي.
د جمهورآژآنس د خبر له مخې د پکتیکا ولایت قومي مشران، دیني علما، د ولایتي شورا استازي تېره ورځ د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې سره راغونډ شوي وو.
د جاني خېلو ولسوالي دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل چې په ټول توان سره د دولت تر شاه ولاړ دي او د خپل امنیتي ځواکونو په کلکه ملاتړ کوي.
دغه دیني عالمانو او قومي مشرانو زیاته کړه« افغانانو اوس خپل دوښمن پیژندلي هیڅکله به اجازه ورنکړې چې خپل شوم اهداف ترسره کړي، افغانان نور له جنګه ستړي سوي او ټول د سولي تږي یو او په ټول توان سره به د سولې
دغه دیني عالمانو او قومي مشرانو زیاته کړه« افغانانو اوس خپل دوښمن پیژندلي هیڅکله به اجازه ورنکړې چې خپل شوم اهداف ترسره کړي، افغانان نور له جنګه ستړي سوي او ټول د سولي تږي یو او په ټول توان سره به د سولې له روان بهیر سره مرسته کوو.»
له روان بهیر سره مرسته کوو.»
دوی پر افغان وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې نور له ورانکارو کړنو لاس واخلي او د هیواد په ودانولو کې برخه واخلي.
د غونډې برخوالو له حکومت نه وغوښتل، چې د سړکونو د جوړولو، پوهنې د نظام د پیاوړتیا او روغتیا ته د لاس رسي په برخه کې دي لا ډیره پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا والي امین الله شارق له دیني عالمانو او قومي مشرانو مننه وکړه، چې د هېواد د دفاع په برخه کې یې له خپل حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
نوموړي هم ډاډ ورکړ، چې هېڅکله به دښمن ته اجازه ورنکړي، چې د پکتیکا ولایت امنیت خراب او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
والي وویل چې جاني خېلو ولسوالۍ ته یې د سفر موخه له خلکو سره له نېږدې لیدل او د هغوی د ستونزو اورېدل دي، چې په وینا یې د خلکو غوښتې به په جدي توګه له مرکزي حکومت سره شریکې او حل لار به ورته ولټوي.
د پکتیکا والي له د ټولو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته ځوانان وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې نور به په خپلو سیمو کې هېچا ته د وسله وال فعالیت اجازه ورنکړي.
جمهور آژآنس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین