۰
کابل کې د امریکا سفیر:

هڅه کوو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو

چهارشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۶
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرمایکل مکنلي وايي، هڅه کوي، چې د افغانستان له وړو تولیدي شرکتونو سره مرستې وکړي؛ څو افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.
هڅه کوو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرمایکل مکنلي وايي، هڅه کوي، چې د افغانستان له وړو تولیدي شرکتونو سره مرستې وکړي؛ څو افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مایکل مکنلي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل د ځینو تولیدي شرکتونو د ستایلو په ناسته کې وکړې او ویې ویل د دې لپاره چې ځوانان کارونه ومومي؛ له دغو شرکتونو سره به مرستې جاري وساتو.
نوموړي په یو شمېر هغه ځوانانو چې له هېوادوه وځي خواشني څرګنده کړه او هغه ځوانان یې وستایل چې د خپل هېواد د اقتصاد له پاره په کور د ننه کار کوي او خلکو ته د کار زمینه برابروي.
د امریکا سفیر په خپلو خبرو کې وویل«امریکا ستاسي د پراختیايي همکار په توګه ستاسې ستونزې مني او پرستونزو ستاسې بری ستايي، امریکا ستاسې د بریالیتوب په لاره کې ستاسې ملاتړ کوي، په افغانستان کې د خوشحالۍ خبرونه شته او په راتلونکې کې به هم وي.»
د امریکا سفیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت تېره ورځ د ملي کارموندنې تر نامه لاندې د کار موندنې نوې لړۍ پیل کړه، چې د ولسمشر غني په خبره د دې پروګرام په پلي کېډو سره به ګڼو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین