۰

ننګرهار کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۶:۵۶
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په کڅ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي ۸ تنه وسله وال چې په یوه زرنج موټرسایکل کې سپاره وو، په یاده سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلل او۸ واړه و وژل شول.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین