۰

ننګرهار کې قومي مشرانو د وسله والو پر وړاندې د یووالي پرېکړه وکړه

سه شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۹
د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو پرېکړه وکړه، چې نور به په ګډه په خپلو سیمو کې د داعش، طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې درېږي.
ننګرهار کې قومي مشرانو د وسله والو پر وړاندې د یووالي پرېکړه وکړه
د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو پرېکړه وکړه، چې نور به په ګډه په خپلو سیمو کې د داعش، طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې درېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه قومي مشرانو په یوه غونده کې وویل، چې نور به په خپلو سیمو کې هېڅ ډول وسله والو ته د فعالیت اجازه ورنکړي، بلکې مخنیوی به یې وکړي.
په دې غونده کې چې نن جوړه شوې وه، د شینوارو قوم د اچین، نازیان، دوربابا، هسکې
دغه قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل«موږ نور په خپلو سیمو کې نه داعش منو، نه طالب منو، نه کورني وسله وال منو او نه هم بهرني، دلته یو شمېر کسان شته چې له وسله والو سره مرسته کوي، خو موږ پرېکړه کړې، دا ځل چې له هرې سوړې موږ وچیچل شو، همغه کس زموږ مسؤول دی، هر چا چې نور وسله والو ته ځای ورکړ، زموږ مسؤول همغه کس دی.»
مېنې، غني خېل او سپین غر ولسوالیو قومي مشران راټول شوي وو.
په یاده غونډه کې قومي مشرانو پرېکړه وکړه، چې په ګډه به د افغان ځواکونو تر څنګ مټ پر مټ د هر ډول وسله والو پر وړاندې ودرېږي او د هغوی مخنیوی به وکړي.
قومي مشرانو له دولته غوښتنه وکړه، چې لومړی د امنیتي ځواکونه په یادو سیمو کې عملیات تر سره او دغه سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي وروسته یې دوی په خپله ساتي.
دغه قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل«موږ نور په خپلو سیمو کې نه داعش منو، نه طالب منو، نه کورني وسله وال منو او نه هم بهرني، دلته یو شمېر کسان شته چې له وسله والو سره مرسته کوي، خو موږ پرېکړه کړې، دا ځل چې له هرې سوړې موږ وچیچل شو، همغه کس زموږ مسؤول دی، هر چا چې نور وسله والو ته ځای ورکړ، زموږ مسؤول همغه کس دی.»
دوی د خپلې غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې په کې ویل شوي وروسته له دې به هره چاره د قومي پرېکړو له مخې کوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار چارواکو او امنیتي مسؤولینو د قومي مشرانو له دغه پرېکړې مننه وکړه او ویې ویل، چې امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان سره د خپل ولس تر څنګ ولاړ دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین