۰

ملي امنیت د ننګرهار پوهنتون ۳۴تنه محصلین نیولي

سه شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۵
د ملي امنیت یوې سرچینې ویلي، په ننګرهار پوهنتون کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۳۴ تنه هغه محصلین نیولي، چې څو ورځې وړاندې یې د یوه لاریون پر مهال د داعش او طالبانو پر پلوي شعارونه ورکول، او دغه لاریون یې تنظیم کړی وو.
ملي امنیت د ننګرهار پوهنتون ۳۴تنه محصلین نیولي
د ملي امنیت یوې سرچینې ویلي، په ننګرهار پوهنتون کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۳۴تنه هغه محصلین نیولي، چې څو ورځې وړاندې یې د یوه لاریون پر مهال د داعش او طالبانو پر پلوي شعارونه ورکول، او دغه لاریون یې تنظیم کړی وو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د دغه جرګې په ننۍ غونډه کې د ملي امنیت د یوې سرچینې له خولې خبر ورکړ، چې ملي امنیت تېره شپه په ننګرهار پوهنتون کې د دغه محلصینو په وړاندې عملیات ترسره کړل.
د نوموړي په وینا د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې هغه ۳۴ تنه نیول شوي، چې د یوه لاریون پر مهال یې د داعش او طالبانو په پلوی او د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.
مشرانو جرګې په دې برخه کې د ننګرهار ولایت له سیمه ییزه چارواکو مننه وکړه او ویې ویل چې که که څه هم دوی یو څه وروسته په دې اړه اقدام وکړ خو د دوی له دغه کار یې ملاتړ اعلان کړ.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې نیول شوي محلصین د کومو پوهنځیو زده کوونکي وو، خو د ننګرهار د پوهنتون رییس ببرک میاخېل هم د دغه عملیاتو پخلی کړی دی.

د دې عملیاتو امر د ولسمشر په مشرۍ د ملي امنیت شورا د تېرې ورځې په غونډه کې ملي امنیت ته ورکړای شوی وو.
باید وویل شي، چې د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو دوه اوونۍ وړاندې دوی ته د اعاشې د نه ورکړې په بدل کې په لاریون لاس پورې کړی وو.
په لاریون کوونکو کې ځینو هغو د داعش، طالبانو او حزب اسلامي بیرغونه له ځان سره لېږدول او مرګ په حکومت شعارونه یې ورکول.
دوی په خپل شعارونو کې دا هم ویل، چې موږ اسلامي خلافت غواړو موږ اسلامي امارت غواړو.
دغه لاریون وروسته په ټول افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارول او د افغانستان ولسي جرګې پر حکومت سختې نیوکې له دې کبله وکړې، چې په وینا یې داعش او طالبان یې تر زنې لاندې دي، خو دوی یې پر وړاندې چپ پاتې دي.
له دې غبرګونو وروسته د ننګرهار چارواکو او د پوهنتون مسؤولین وویل، چې د دغه پېښې په جدي پلټنه وکړي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
هغه مهال د ننګرهار پوهنتون مشر ببرک میاخېل په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ۸۰ سلنه محصلین له دغه لاریون سره مخالف و، او په وینا يې دا د هغه کسانو کار و، چې له نورو ولایتونو د طالب او داعش له مفکور سره یو ځای د ننګرهار پوهنتون ته راغلي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین