۰

ميرويس روغتون کې د ماشومانو ١٨٠ بستريزه څانګه جوړېږي

سه شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۸
کندهار چارواکو د دغه ولایت په حوزوي میرویس روغتون کې د ماشومانو له پاره د ۱۸۰ بستري څانګې د بنسټ ډبره کېښوده.
ميرويس روغتون کې د ماشومانو ١٨٠ بستريزه څانګه جوړېږي
کندهار چارواکو د دغه ولایت په حوزوي میرویس روغتون کې د ماشومانو له پاره د ۱۸۰ بستري څانګې د بنسټ ډبره کېښوده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څانګه د سره صلیب نړیوالې ټولنې په مالي مرسته جوړېږي، چې ۵۷ بستر خونې به ولري.
د کندهار والي ډاکتر همایون عزیز د دغه څانګې د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وویل، چې پر یاده څانګه به ۷۸۰۰۰۰ ډلر ولګېږي او په راتلونکو لسو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې په یاد روغتون کې د وینې بانک نوې څانګه هم د سره صلیب نړیوالې ټولنې د ۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت ترمیم شوه، چې ۶ کوټې لري او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په ورته وخت کې د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د دغه څانګې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا مهال د ماشومانو د درملنې له پاره یوازې ۸۰ بستره لري چې د سوېلي زون په کچه بسنه نه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی دا مهال د ماشومانو د درملنې په برخه کې د یو لړ ستونزو سره مخ دي خو که دغه څانګه جوړه شي، نور تر ډېره به د سویلي حوزې په کچه د ماشومانو د درملنې په برخه کې اسانیاوې رامنځ ته شي.
د ډاکتر پخلا په خبره چې په میرویس روغتون کې د وینې بانک په نوې څانګې سره یې تر ډېره بریده په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شوې دي.
په دې مراسمو کې په سوېلي زون کې د سره صليب نړيوالي ټولنې استازي کارلوس ماروسن خوښي څرګنده کړه چې په افغانستان کې له ۲۱ کالو راهيسې د روغتيا په برخه کې مرستې کوي.
د هغه په وینا، چې له څلورو کالو راهيسې د روغتيا له برخې سره ساختماني مرستې هم کوي چې ښه بېلګه يې د کوچنيانو د څانګې جوړېدل دي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین