۰

کنړ کې د بهرنیانو په ګډون درې تنه ماین جوړونکي وژل شوي

سه شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۱
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د دوه بهرنیانو په ګډون درې تنه ماین جوړونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
کنړ کې د بهرنیانو په ګډون درې تنه ماین جوړونکي وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د دوه بهرنیانو په ګډون درې تنه ماین جوړونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د پنجشېر ناو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخېل وايي، دغه درې تنو وسله والو چې دوه یې بهرني جنګیالي وو، غوښتل په یاده سیمه کې افغان ځواکونو ته ماین خښ کړي، چې خپله یې پرې چاودنه کړې او درې واړه یې وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، چې د وسله والو جسدونه او دوه میله کلاشنکوف یې لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین