۰
سنډي ټایمز:

ځینې طالب قوماندانانو له روسي چارواکو سره لیدلي

سه شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۴
لوېدیځې رسنۍ وايي، د افغانستان په شمال کې د طالبانو عملیاتي قوماندانو له روسي چارواکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به جګړه د منځنۍ آسیا هېوادونه ته نه غځوي.
ځینې طالب قوماندانانو له روسي چارواکو سره لیدلي
لوېدیځې رسنۍ وايي، د افغانستان په شمال کې د طالبانو عملیاتي قوماندانو له روسي چارواکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به جګړه د منځنۍ آسیا هېوادونه ته نه غځوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د برېتانیا سنډي ټایمز ورځپاڼه ویلي، دغه قوماندانان په شمال کې له جګړې وروسته تاجکستان ته وربلل شوي وو، څو پر هغو امنیتي اندېښنو ورسره خبرې وکړي چې د منځنۍ اسیا هېوادنه ګواښي.
ورځپاڼه ویلي«د افغانستان په ختیځ کې طالب سرچینو
ورځپاڼه ویلي«د افغانستان په ختیځ کې طالب سرچینو موږ ته ویلي چې په شمال کې د دې ډلې عملیاتي قوماندانانو په دې وروستیو کې تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې له روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.»
موږ ته ویلي چې په شمال کې د دې ډلې عملیاتي قوماندانانو په دې وروستیو کې تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې له روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.»
باید وویل شي، چې د روسي چارواکو او طالب قوماندانانو ترمنځ دغه لیده کاته، مسکو ته د ولسمشر غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تر سفر وروسته ترسره شوي دي.
که څه هم طالبانو څو ځلې د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی جګړه به د افغانستان له پولو بل کوم هېواد ته ونه غځېږي، خو په افغانستان کې د داعش وسله والو راپیدا کېدو سره د سیمې په تېره بیا د افغانستان د شمالي ګاونډیو هېوادونو او روسیې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتې کړې.
په تازه څرګندونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش له فعالیت او پراختیا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان په شمال کې د داعش فعالیتونه د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د روسې له پاره لوی ګواښ دی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین