۰

هلمند کې د طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه نیول شوې

سه شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۹
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې ۲۰ مخالفین وژلي د وسله والو طالبانو د وسلو یوه تر ټولو لویه زېرمه کشف او وسلې یې تر لاسه کړې دي.
هلمند کې د طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه نیول شوې
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې ۲۰ مخالفین وژلي د وسله والو طالبانو د وسلو یوه تر ټولو لویه زېرمه کشف او وسلې یې تر لاسه کړې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې د وسلو دغه ډیپو د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې ولسوالیو تر منځ د قاسم بازار په سیمه کې د پټو معلوماتو پر بنسټ کشف شوې ده.
خبرپاڼه وايي له دې زېرمې (۹۲۳) صندوقه د دهشکې مرمۍ (۶۷۰) فیره دراکیټ مرمۍ، (۱۰۷۰) د ایس،ف ي جي ۹ مرمۍ (۶۲۰) فیره د هاوان مرمۍ،(۵۲۰) عدده د راکیټ حق سوق (۳۲۰) صندوقه د پیکا مرمۍ (۱۶۰) د کلاشینکوف ډک شاجورونه (۲۶) حلقې فشاري ماینونه (۵) غټ بکسونه فیشنګ (۱۰) صندوقه لاسي دودي بمونه( ۲۰) بوشکي چاودیدونکي توکي شل کیلویې (۵)ورځني دربینونه (۴) عرادې موټر(۵۰) جنګي خولۍ (۷۰) چنټې (۱) سیمه ایز راډیو سټیشن د وسله والو مخالفینو(۶۰) بوجۍ ۵۰ کیلویې امونیم نایتریت (۱۰) عرادې موټرسایکلونه (۲) میله هوان (۲) میله ایس،في، جي ۹ (۱) یومیل بې،ایم یک (۱۰) پایې مخابرې (۲۰۵) د مخابرو انتنونه (۱) لویه وای کم مخابره (۱۲) عدده دوای کم مخابرې بطرۍ (۲) میله راکیټ (۳۱۰) صندوقه دایم پور مرمۍ (۱۴۰۷) دایم پور شاجورونه او یوه اندازه نور چاودیدونکي او مهمات د امنیتي ځواکونو په لاس ورغلي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو مخالفينو غوښتل د دې وسلو او مهماتو څخه په ګټې اخیستنې د هلمند په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې د جګړې لپاره کار واخلي.
له دې سره په څنګ خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین