۰

امریکايي ځواکونو خوست کې ۶ ازبک جنګیالي وژلي

دوشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو امریکايي ځواکونو په خوست ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۶ ازبک جنګیالي وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.
امریکايي ځواکونو خوست کې ۶ ازبک جنګیالي وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو امریکايي ځواکونو په خوست ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۶ ازبک جنګیالي وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په کاریزه سیمه کې شوې ده.
د سپرې ولسوال محمد عظیم مجاهد وايي، ځانګړي امریکايي ځواکونه یا سپېشل فورس له کابل څخه راغلي
ولسوال وايي چې په وژل شویو ازبک جنګیالیو کې دوه مېرمنې دي او بهرني ځواکونه له عملیاتو وروسته بېرته کابل ته ستانه شوي.
و او په یاده سیمه کې یې عملیات تر سره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکايي ځواکونو په دغه عملیاتو کې شپږ تنه ازبک جنیګالي وژلي او دوه نور یې له ځان سره ژوندي وړي دي.
ولسوال وايي چې په وژل شویو ازبک جنګیالیو کې دوه مېرمنې دي او بهرني ځواکونه له عملیاتو وروسته بېرته کابل ته ستانه شوي.
بل خوا وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې د عملیاتو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې په دې عملیاتو کې یو وسله وال طالب، یوه ملکي ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.
طالبان وايي په ځوابیه برید کې یو شمېر امریکايي سرتېرو او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور آژآنس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین