۰

چین کې د ځمکې ښویدنې پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي

دوشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۹
رپوټونه وايي، د چین ختیځ لور ته د ځمکې ښویدنې پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او یو شمېر کورونه تر لاندې شوي دي.
چین کې د ځمکې ښویدنې پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي
رپوټونه وايي، د چین ختیځ لور ته د ځمکې ښویدنې پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او یو شمېر کورونه تر لاندې شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د چین ختیځ ژیجنګ ولایت کې رامنځ ته شوې، چې د یاد ولایت لیډانګ کلي کورنه یې نړولي دی.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې په یاد کلي کې څومره کسان اوسېدل خو لومړي رپوټونه ښيي، چې ۳۰ کورنه تر خاورو لاندې شوي او ۲۱ تنه وژل شوي دي.
چارواکي وايي سیمې ته ۲۰۰ ژغورنکي کسان رسېدلي، چې تر اوسه یې یو تن رایستلی او روغتیايي حالت یې ښه دی.
دغه ځمکه ښوېدنه تر سختو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې، چې ویل کېږي لاندې شوي کسان تر ډېره ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین