۰

د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۳ افغان سرحدي سرتېري ټپیان شوي

دوشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۲
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکساني پوځیانو ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۳ افغان سرحدي سرتېري ټپیان شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکساني پوځیانو ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا دوه بجې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ سرحدي سیمو کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري وايي، لومړی یادې ولسوالۍ ته څېرمه د ډېورنډ پولې پورې غاړه ته د وسله والو له خوا پر پاکستاني ملېشو مزایل توغول شوي، چې ځینې تاسیساتو ته یې زیان اوښتی.
نوموړی زیاتوي، که څه هم د پولې پورې غاړې تر سره شوی خو پاکستاني پوځیانو یې په بدل کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه تر سره کړل، چې نښته رامنځ ته شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستاني پوځیانو په برید کې درې افغان سرحدي سرتېري ټپیان شوي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.
دی وايي، د پاکستان پوځ د مېشتو افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو سربېره د خلکو پر کورونو هم د هاوان، راکټ او نورو درنو وسلو مرمۍ توغولي، چې د سيمې خلک يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
جمهور آژآنس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین