۰

په لومړي ځل نیمروز کې یوه فابریکه جوړه شوه

دوشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۸
د لومړي ځل له پاره په نیمروز ولایت کې د معدني اوبو او مېوو د اوبو ایستلو یا جوسو یوه فابریکه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
په لومړي ځل نیمروز کې یوه فابریکه جوړه شوه
د لومړي ځل له پاره په نیمروز ولایت کې د معدني اوبو او مېوو د اوبو ایستلو یا جوسو یوه فابریکه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه فابریکه د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د ورځې شاوخوا ۴ زره کارتنه اوبه او جوس تولیدوي.
د یادې فابریکې جوړونکي پانګوال نیمروزي چارواکو ته ویلي، چې په دې فابریکه کې به ټول ۱۰۰ تنه کار کار کوي، چې ۵۰ یې نارینه او ۵۰ به یې مېرمنې وي.
د دغو فابریکو د ګټي اخیستني پر مهال د نیمروز والي انجینر محمد سمیع و ویل چې دا به د نیمروز ولایت د ډېری اوسیدونکو لپاره د کار زمیني د برابرولو سره سره نور به خلک دي ته اړ نسي چی له بهرنیو هیوادونو دلته هرڅه وارد کړي.
د نیمروز والي وایي چي دولت هڅه کوي تر څو د سوداګرو لپاره زمینه برابره کړي چې له مخي يې په دي ولایت کي پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
هغه وویل چي اوس نیمروز ولایت کې د پانګوالو له پاره د پانګونې ښه فرصت برابر دی او دوی باید له دغه فرصته ګټه پورته کړي.
ویل کېږي چې دغه فابریکه به د نیمروز ګاونډیو ولایتونو اړتیاوې هم پوره کړي.
جمهورآژآنس:نیمروز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین