۰

ننګرهار کې د یوه ولسوال په ګډون ۱۳ طالبان و وژل شول

يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۹
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ننګرهار کې د یوه ولسوال په ګډون ۱۳ طالبان و وژل شول
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وسله وال طالبان په نښه کړي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، په دغه هوايي برید کې د خوګیاڼو ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال سیدالرحمن، د طالبانو یو سرګروپ او ۱۱ تنه نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، چې طالبان په یوه پیکپ موټر کې په سیمه کې روان و، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پرې برید کړی او موټر یې هم له منځه وړی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ملي امنیت ځواکونو هم په ننګرهار ولایت کې د کنړ ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال اجمل له دریو نورو ملګرو سره یو ځای ژوندی نیولی وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین