۰

شمالي وزیرستان کې ۲۲ تنه وژل شوي دي

يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۴
د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې جنګي جیټ الوتکو د شمالي وزیرستان په لرې پرتو سیمو کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي او ۲۲ وسله وال یې وژلي دي.
شمالي وزیرستان کې ۲۲ تنه وژل شوي دي
د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې جنګي جیټ الوتکو د شمالي وزیرستان په لرې پرتو سیمو کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي او ۲۲ وسله وال یې وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنګي الوتکو تازه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د وسله والو مرکزونه په نښته کړل.
پوځي ویلي، چې په دغه تازه بریدونو کې د وسله والو مرکزونه له منځه وړل شوي او ۲۲ تنه وسله وال په کې وژل شوي خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
که څه هم په شاملي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات له تېر یوه کال راهیسې روان دي چې لا هم دوام لري، خو دغه بریدونه په تېرو درو میاشتو کې کم شوي وو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین