۰

د اوکرایني الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۷ افغانان وژل شوي

يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۱
لوېدیځې رسنۍ وايي، د اوکراین یوه ملکي هلي کوپتر سلواکیا هېواد کې غورځېدلې، چې له امله یې د ۷ افغانانو په ګډون ۸ تنه په کې وژل شوي دي.
د اوکرایني الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۷ افغانان وژل شوي
لوېدیځې رسنۍ وايي، د اوکراین یوه ملکي هلي کوپتر سلواکیا هېواد کې غورځېدلې، چې له امله یې د ۷ افغانانو په ګډون ۸ تنه په کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس تېره ورځ رپوټ ورکړی، چې دغه اوکرایني چورلکه د تېرې چهار شبنې په ورځ د سلواکیا حریم ته له داخلېدو وروسته غورځېدلې ده.
دغه آژآنس زیاته کړې، چې په دې چورلکه کې ټول ۸ تنه سپاره و، چې ۷ تنه یې افغانان او یو یې هم د چورلکې اوکرایني پیلوټ وو.
د رپوټ پر بنسټ د پېښې
د رپوټ پر بنسټ د پېښې په ځای کې له اسنادو چې په افغاني ژبو لیکل شوي، ښکاري چې قربانیان افغانان دي، چې پنځه یې نارینه او دوه یې هم مېرمنې دي.
په ځای کې له اسنادو چې په افغاني ژبو لیکل شوي، ښکاري چې قربانیان افغانان دي، چې پنځه یې نارینه او دوه یې هم مېرمنې دي.
سلواکي چارواکو هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د چهارشنبې په شپه د دغه هیواد په هوايي حریم کې د یوې ناپېژندل شوې څرخکې څرک ولګېد.
د سلواکیا د کورنیو چارو وزارت ویندوی ایوان نیتیک وویل، مامورینو د هیلي کوپتر د لوېدو په سیمه کې لټون په هماغه لومړیو کې پیل کړ خو د لړې د زیاتوالي له کبله هیلي کوپتر د جمعې په ورځ وموندل شوه.
ده همداراز وویل:«ایم آی -۲ هیلي کوپتر، چې د اوکراین نښان پرې لګېدلی، په داسي حال کې ټیټ الوت کاوه چې هوا خرابه وه، لکه چې د دې لپاره یې ټیټ پرواز کاوه چې کشف نه شي.»
اوکرایني چارواکو نه ده تایید کړې چې الوتکه د دغه هیواد له پولې اوښتې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین