۰
فرانسوا اولانډ:

په پاریس کې بریدونه داعش ډلې تر سره کړي

يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۱
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وايي، په پاریس کې بریدونه داعش ډلې تر سره کړي، چې له امله یې ۱۲۷ تنه وژل شوي دي.
په پاریس کې بریدونه داعش ډلې تر سره کړي
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وايي، په پاریس کې بریدونه داعش ډلې تر سره کړي، چې له امله یې ۱۲۷ تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي اولانډ په ټلویزیوني وینا کې ویلي چې دغه بریدونه له فرانسې بهر تنظیم شوي او په هېواده کې د ننه پر ترسره کولو کې ورسره مرسته شوې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي دا چې دغه بریدونه د فرانسې په تاریخي کې تر ټولو خونړي ترهګر بریدونو نو ځکه په هېواد کې بېړنۍ حالت اعلانوي او پر وینا یې ځینې سیمې به بندې وي.
باید وویل شي، چې په پاریس کې تېره ورځ ۷ ځایه بریدونه تر سره شول، چې شاوخوا ۳۵۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
پولیس وایي، اته برید کوونکي وژل شوي چې اوو تنو یې په مختلفو موقعیتونو کې ځانونه الوزولي؛ خو یو تن یې د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
د دغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.
باید وویل شي، چې د پاریس د تېرې ورځې برید په نړیواله کچه وغندل شو، او دا یو تر ټولو وحشیانه عمل وبلل شو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین