۰

د ننګرهار اتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته امبولانسونه ورکړل شول

يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د اتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته په مجهزو وسایلو سمبال امبولانسونه ورکړي دي.
د ننګرهار اتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته امبولانسونه ورکړل شول
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د اتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته په مجهزو وسایلو سمبال امبولانسونه ورکړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه امبولانسونه تېره ورځ د یوې غونډې پر مهال د اتو ولسوالیو چارواکو او روغتیايي مسؤولینو ته وسپارل شول.
خوګیاڼي، پچیراګام، کوټ، اچین، لعلپوره، ګوشته، خېوه او دوربابا هغه ولسوالۍ دي، چې روغتیايي مرکزونو ته یې مجهز امبولاسنونه ورکړل شول.
دغه اته امبولانسونه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عامې روغتېا وزارت د انکشافي بودجې څخه برابر شوي وو
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د مرکزي دولت دغه کړنه وستایله او هيله يې وښوده چې د دغه امبولانسونو شتون به د دې لامل شي چې په ولسوالیو کې عاجلو مریضانو ته په ټاکلي وخت کې رسیدګي وشي.
نوموړي، د یادو ولسوالیو روغتېايي مرکزونو مسئولینو ته لارښونه وکړه چې د یادو امبولانسونو څخه په روغتېایي فعالیتونو کې ګټه پورته کړي، او ولسونو ته په ۲۴ ساعته توګه خدمتونه ترسره کړي.
د عامې روغتېا رئيس ډاکتر نجیب الله کاموال وویل، چې دغه امبولانسونه په عصري او مجهزو طبی سامان الاتو سمبال دي چې له امله به يې د دوی روغتېایی مرکزونه وکولې شي چې په بیړنیو حالاتو کې مریضانو ته عاجل رسیدګي وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد وزارت له لوري دوي سره د اته نورو امبولانسونو ژمنه شوي چې په لنډ وخت کې به راواستول شي.
د یادونې وړ ده چې په یادو ولسوالیو کې له دې مخکې هم روغتيايي امبولانسونه موجود وو خو د لا زیاتو روغتېايی خدمتونو په موخه دغه مجهز امبولانسونه د نوموړو ولسوالیو روغتېايي مرکزونو ته په واک کې ورکړل شو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


بلوچ
دننگرهار دداغشتون ( پوهنتون ) دپاره هم امبولانس ورکرل شی
پربازدیدترین