۰

ننګرهار کې د طالبانو یو ولسوال نیول شوی

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۴
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د طالبانو یو ولسوال له دریو تنو ملګرو سره نیولی دی.
ننګرهار کې د طالبانو یو ولسوال نیول شوی
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د طالبانو یو ولسوال له دریو تنو ملګرو سره نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د ځانګړو عملیاتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې نیول شوي دي.
سرچینه وايي، د طالبانو نیول شوی ولسوال اجمل نومېږي، چې د کنړ ولایت د کوزکنړ ولسوالۍ د شیګل د سیمې اوسېدونکی دی.
سرچینه زیاتوي، چې اجمل د کوز کنړ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال و، چې دا مهال په پېښور ښار کې اوسېده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اجمل سره قدرت الله، ایمل او حبیب الرحمان چې د پېښور د اورکزی اېجنسۍ اوسېدونکي دي نیول شوي.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دوی کې حبیب الرحمن د داعش د ډلې وسله وال دی.
ملي امنیت زیاتوي، چې د دغه کسانو د اعترافونو په نتیجه کې د هغوی د وسلو او نورو مهماتو یوه زېرمه هم نیول شوې ده.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش ځینې لوړپوړي قوماندان نیولي و، چې یو یې هم امین کوچی وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین