>> جمهور - ټول والیان دې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د لاسوهنېمخنیوی وکړي
 
۰
ولسمشرغني:

ټول والیان دې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د لاسوهنېمخنیوی وکړي

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۲
ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو ولایتونو له والیانو وغوښتل، چې د ولایتي شوراګانو د اداري هیئت په ټاکنو کې د هر ډول مداخلو او لاسوهنو مخنوی وکړي.
ټول والیان دې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د لاسوهنېمخنیوی وکړي
ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو ولایتونو له والیانو وغوښتل، چې د ولایتي شوراګانو د اداري هیئت په ټاکنو کې د هر ډول مداخلو او لاسوهنو مخنوی وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني دا څرګندوني نن سهار د کندهار د والي د مرستيال عبدالعلي شمسي سره د ويډيويي کنفرانس له لاري وکړې.
په ورته وخت کې ولسمشر دا هم وویل چې ټول امنيتي ارګانونه مسووليت لري چې د ولايتي شورا د اداري هيئت د ټاکنو لپاره د ډاډمني فضا لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي؛ ولسمشر غني او د کندهار خلکو ته ډاډ ورکړ چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د طرزالعمل مطابق به په شفاف ډول ټاکني ترسره کېږي او هېڅوک به پرېنښودل شي چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې مداخله وکړي.
نوموړي وویل، چې ولايت مقام د ولسمشر محمد اشرف غني له هدايت سره سم د ولايتي شورا د اداري هيئت د شفافو ټاکنو لپاره بشپړه امادګي لري.
باید وویل شي، چې سبا ته د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کې هم د ولايتي شورا د مشرتابه د ټاکلو د پاره ټاکنې تر سره شي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین