۰

ولسمشر غني د فرانسې برید یو سخت وحشي عمل وباله

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې په پاریس ښار کې وسله وال برید په سختو ټکو وغانده او دا یې یو سخت وحشي عمل وباله.
ولسمشر غني د فرانسې برید یو سخت وحشي عمل وباله
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې په پاریس ښار کې وسله وال برید په سختو ټکو وغانده او دا یې یو سخت وحشي عمل وباله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني دغه برید یو بزدلانه او بې رحمه عمل وباله او ویې ویل چې نړیوال ترورېزم نه بښوونکي جنایتونه تر سره کوي، او دغه وحشي بریدونو ته یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دوام ورکړی، چې د پاریس د تېرې شپې برید یې ښه بېلګه ده.
ښاغلي غني ویلي، چې ترورېزم او ترهګري پوله نه لري او د ټول بشریت دوښمنان دي، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وحشي عملونه تر سره او بې ګناه خلک په بې رحمۍ سره وژني.
ولسمشر غني د فرانسې ولسمشر ته د یوه لیک په لېږلو سره د فرانسې ولس ته د همدردۍ پیغام یې لېږلي او هغوی ته یې د دغه برید تسلیت وړاندې کړی دی.
باید و ویل شي، چې تېره شپه وسله والو د فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې ۷ ځایه خونړي بریدونه تر سره کړل، چې د رپوټونو له مخې تر اوسه ۱۶۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په فرانسه کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین