د هلمند والي تورن جنرال میرزاخان رحیمي وايي، په دغه ولایت کې د ملي اردو ۶۵ تنه سرتېري له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي رحیمي ویلي، دغه سرتېري تېره شپه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ
د هلمند والي زیاتوي، چې دغه ۶۵ سرتېري په سنګین کې د سټېشن په نوم په یوه پوځي مرکز کې وو، چې تېره ورځ یې دغه مرکز وسله والو طالبانو ته پرېښې وو.
کې له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د هلمند والي زیاتوي، چې دغه ۶۵ سرتېري په سنګین کې د سټېشن په نوم په یوه پوځي مرکز کې وو، چې تېره ورځ یې دغه مرکز وسله والو طالبانو ته پرېښې وو.
ښاغلی رحیمي وايي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې او وروسته به معلومه شي، چې ولې دغه سرتېري طالبانو ته ورغلي دي.
بل خوا طالبانو هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دی، چې د ملي اردو ۶۵ تنه سرتېري د خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای له دوی سره یو ځای شوي دي.
خو تر اوسه د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:هلمند