جرمني اعلان کړی، چې په افغانستان کې د شته ناامنیو له امله په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته نه لېږي، بلکې پناه ورکوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، له افغانستان څخه ور رسیدلي د نا امنۍ راپورونه اجازه نه ورکوي چې دې هېواد ته ورغلي افغانان بیرته خپل هیواد ته ډیپورټ کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین (اندریاس میکایلیس) د دغه هیواد د ایتلافي حزبونو له مشرانو سره په کتنه کې د افغانستان بد امنیتي وضعیت ته اشاره کړې او په دغو شرایطو کې یې په اجباري ډول د افغانانو ویستل نا ممکن یاد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ولسمشر مېرمن بي بي ګل غني درې ورځې وړاندې جرمني ته تللې وه، تر څو هلته د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د چارواکو خبره چې آغلې بي بي ګل غني د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو غوښتي، چې افغان پناه غوښتونکي په زور له خپلو هېوادونو ونه باسي.
جمهور آژانس:کابل