۰
حیات الله حیات:

د چارواکو له خپلوانو سره قرارداد نه کوو

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۱
د میدان وردګو ولایت والي حیات الله حیات وايي، له دې وروسته به د هېڅ چارواکي له کورنۍ او یا هم خپلوانو سره دولتي قرارداد نه تر سره کېږي.
د چارواکو له خپلوانو سره قرارداد نه کوو
د میدان وردګو ولایت والي حیات الله حیات وايي، له دې وروسته به د هېڅ چارواکي له کورنۍ او یا هم خپلوانو سره دولتي قرارداد نه تر سره کېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي حیات دغه پرېکړه تېره ورځ د واورې پاکونې د يو شمېر شرکتونو له مسوولانو او د پرمختيايي شوراګانو له غړو سره په کتنه کې اعلان كړې ده.
د ميدان وردګ له مطبوعاتي دفتره له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا پرېكړه حكم كوي چې له دې وروسته به د واورې پاكولو او نورو پروژو لوى او واړه قراردادونه د ملي او ولايتي مشرانو له غړو، كورنيو او خپلوانو سره نه ترسره كېږي.
د ميدان وردګ والي هيله ښيي چې په دې كار سره به په قراردادونو كې شفافيت رامنځته او د فساد مخنيوى وشي.
جمهور آژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین