۰

ختیځ کې له ۴۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۵
چارواکي وايي، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۴۰۰ بې ځایه شویو او طبعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ختیځ کې له ۴۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
چارواکي وايي، په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۴۰۰ بې ځایه شویو او طبعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې په ننګرهار کې دغه مرسته د اچین ولسوالۍ په هغه کورنیو وېل شوې، چې د جګړې له امله زیانمن شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي په دغه ولسوالۍ کې ۱۵۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو ګرامه بوره، ۱۰ کیلو نرۍ وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، او ۱۰ کیلو غواړي ورکړل شول.
باید وویل شي، چې د خوراکي توکو دغه مرسته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د اچین ولسوالۍ د شډل د سیمې خلکو سره شوې ده.
بل خوا په لغمان ولایت کې په ۲۵۰ زیانمنو شویو کورنیو باندې د ټیکا موسسې له لوري برابره شوې مرسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د یادې موسسې د رئیس سلیمان شاهین له خوا و وېشل شوه.
په لغمان ولایت کې د وروستیو بیلا بیلو طبعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو له جملې په ۲۵۰ کورنیو د دوست هېواد ترکیې د ټیکا موسسې له لوري د خوراکي توکو برابره شوې مرسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د یادې موسسې د رئیس سلیمان شاهین په لاسونو وویشل شوه.
په دغو مرستو کې په وریجو، غوړیو او اوړو سربیره د هرې کورنۍ لپاره یو یو ټوک قرانکریم هم شامل و د ترکیې هېواد د ټیکا موسسې له خوا زیانمونو شویو کورنیو ته ورکړل شول.
د یادې مرستې د وېشل پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې د دوست هېواد ترکیې د ولسمشر او ولسونو څخه مننه وکړه چې د تاریخ په اوږدو کې یې همیشه د افغانانو سره خپله مینه ښکاره کړې او مرسته یې ور سره کړې.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین