۰

د منصور دالله ورور حاجي لالا او په افغانستان کې د داعش مشر هم وژل شوي

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۰
رپوټونه وايي، په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو د ددوه ډلو تر منځ لا هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې او په دې جګړه کې د ملا منصور داالله په ګډون د هغه وروور حاجي لالا او په افغانستان کې د داعش ډلې ازبکستاني مشر اکرام هم وژل شوی دی.
د منصور دالله ورور حاجي لالا او په افغانستان کې د داعش مشر هم وژل شوي
رپوټونه وايي، په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو د ددوه ډلو تر منځ لا هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې او په دې جګړه کې د ملا منصور داالله په ګډون د هغه وروور حاجي لالا او په افغانستان کې د داعش ډلې ازبکستاني مشر اکرام هم وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې رپوټونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د داعش ډلې اکرام په اصل کې د ازبکستان د فرغان اوسېدونکی دی.
خبریال ډاټ کام ته رسېدلي رپوټونه وايي، چې ملا منصور دادالله درې ورځې وړاندې د اروزګان- زابل پر پوله وژل شوی او د هغه ورور حاجي لالا او د داعش مشر
خبریال ډاټ کام ته رسېدلي رپوټونه وايي، چې ملا منصور دادالله درې ورځې وړاندې د اروزګان- زابل پر پوله وژل شوی او د هغه ورور حاجي لالا او د داعش مشر اکرام د پنشنبې په ورځ د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې له ۱۴ نورو ملګرو سره وژل شوي دي.
اکرام د پنشنبې په ورځ د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې له ۱۴ نورو ملګرو سره وژل شوي دي.
که څه هم تر اوسه په رسمي ډول دا خبر نه دی تاييد شوی خو خبریال ویب پاڼې ویلي چې دوی ته د ملا دادالله اخوند د کورنۍ نېږدې سرچینې د دغه دریو طالب مشرانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
ویل کېږي، د زابل په خاک افغان کې د ملا منصور دادالله او ملا اختر محمد منصور د پلویانو تر منځ جګړو کې تر اوسه له ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه جګړه چې نېږدې له یوې اوونۍ راهیسې د زابل په دریو ولسوالیو کې پیل شوې او ویل کېږي، طالبانو په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۱۶ تنه ژوندي نیولي دي.
که څه هم د زابل د امنیت امر د ملا منصور دادالله د وژل کېدو خبر ورکړی وو، خو د زابل والي وايي دغه خبر نه رد او نه تاييدولی شي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايې د منصور دادالله د وژني راپورونه يوازي اوازي دي او دوى په دي اړوند دقيق مالومات نه لري.
بل خوا یوې سرچینې ویلي، چې منصور دادالله ژوندی او دا مهال په زابل کې نه بلکي په فراه ولايت کې د ملا محمد رسول سره يو ځاى دى.
جمهور آژآنس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین