۰

بي بي ګل غني د افغان کډوالو دستونزو د حل له پاره جرمني ته تللې

شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۳
د افغان ولسمشر مېرمن بي بي ګل غني، جرمني ته تللې، تر څو له اروپايي هېوادو نه د هغو لسګونه زره افغان کډوالو چې غواړي په اروپايي هېوادونو کې مېشت شي د منلو غوښتنه وکړي.
بي بي ګل غني د افغان کډوالو دستونزو د حل له پاره جرمني ته تللې
د افغان ولسمشر مېرمن بي بي ګل غني، جرمني ته تللې، تر څو له اروپايي هېوادو نه د هغو لسګونه زره افغان کډوالو چې غواړي په اروپايي هېوادونو کې مېشت شي د منلو غوښتنه وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي ویلي افغان حکومت څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې افغانستان کې د شته نا امنیو او کړکېچ له کبله هلته له ورغلیو افغان کډوالو سره د خواخوږۍ پر بنسټ چلند وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دې لړ کې اوس د ولسمشر مېرمن جرمني ته تللې، چې د دغه هېواد په ګډون له اروپايي چارواکو وغواړي، چې د افغان کډوالو منلو لړ کې سخاوت څرګند کړي.
په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزیر زیاتوي، چې وړمه ورځ یې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره لیدلي او پرېکړه شوې، چې د افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو سفیران به یوې غونډې ته راوبولي، چې د افغانستان حالت ورته تشریح کړي.
د نوموړي په وینا له سفیرانو به وغواړي، چې د کډوالو منلو کې سخاوت وکړي.
د هغه په وینا اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو حالت ارزونې لپاره باید افغانستان او اروپايي هېوادونه تل له یوه بل سره اړیکه ولري او وايي باید داسې پرېکړې و نه شي، چې پلي کول یې ستونزمن وي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین