۰

سلګونو ننګرهاریانو په زابل کې د وژل شویو مسافرو پر وژنې لاریون وکړ

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۹
په ننګرهار ولایت کې سلګونو کسانو په زابل کې د ۷ تنو هزاره مسافرو پر وژل کېدو خواشني وښوده او د وسله والو دغه کار یې په کلکو ټکو وغانده.
سلګونو ننګرهاریانو په زابل کې د وژل شویو مسافرو پر وژنې لاریون وکړ


په ننګرهار ولایت کې سلګونو کسانو په زابل کې د ۷ تنو هزاره مسافرو پر وژل کېدو خواشني وښوده او د وسله والو دغه کار یې په کلکو ټکو وغانده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د لاریون کوونکو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، مرګ پر داعش او وسله والو شعارونه ورکول او د هغوی دغه کړنه یې د اسلام او افغانیت خلاف
لاریون کوونکو چې پر لاسونو کې یې په زابل کې د وژل شویو کسانو تصویرونه له ځان سره لېږدول، په لیکل شویو شعارونو کې ویل و، چې موږ پښتانه هزاره یو او د وژل شویې شکریې له قاتلینو انتقام اخلو.
عمل بالا.
دوی په خپلو شعارونو کې له افغان حکومت جدي غوښتنه کوله، چې د زابل د پېښې قاتلین ژر تر ژره ونیسي او په اشد مجازات یې محکوم کړي.
دغه راز لاریون کوونکو په ټول هېواد او په ځانګړي دول په ننګرهار کې د امنیت پر ټینګښت ټينګار کولو او له حکومته یې وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې جدي عملیات وکړي.
لاریون کوونکو چې پر لاسونو کې یې په زابل کې د وژل شویو کسانو تصویرونه له ځان سره لېږدول، په لیکل شویو شعارونو کې ویل و، چې موږ پښتانه هزاره یو او د وژل شویې شکریې له قاتلینو انتقام اخلو.
دوی په خپلو شعارونو کې ویل، چې افغانان یو واحد ملت دی او هېڅوک به ونشي کولای، چې دغه ولس له جدا او په قومونو و وېشي.
د هغوی یو شعار دا هم وو«د وژنکو طالبانو،
د هغوی یو شعار دا هم وو«د وژنکو طالبانو، داعشیانو، تنظیمیانو او د هغوی د بادارانو له نارواتوبونو څخه د خلاصون یوه لار ده: پوه، یووالۍ او مبارزه.!»
داعشیانو، تنظیمیانو او د هغوی د بادارانو له نارواتوبونو څخه د خلاصون یوه لار ده: پوه، یووالۍ او مبارزه.!»
باید وویل شي، چې د زابل د پېښې په اړه نن په ننګرهار سربېره په زابل، هرات، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لوی لوی لاریونونه راوتلي دي او دغه عمل یې په کلکه غندلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په زابل ولایت کې له وسله والو سره بندي ۷ تنه هزاره مسافر د تېرې شنبې په ورځ د داعش وسله والو له خوا و وژل شول او سرونه ترې پرې شوي وو.
دغه کار د ولس سخت غبرګون راپارولی او تېره ورځ په کابل کې زرګونو کسانو د دغه عمل پر وړاندې په لاریون لاس پورې کړی وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


عبدالقدیر
Afghanistan
زنده و پاینده باد همدیلی و یگانگی ما افغانها در سطح اجتماع باهم مشکل نداریم. مشکل ما در سطح حکومت و رهبران ماست.
پربازدیدترین