۰

هملند کې ۳۹ وسله وال وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۷
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۳۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
هملند کې ۳۹ وسله وال وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۳۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه نښته تېره ورځ د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر پاسوال باچا ګل بختیار وايي، په دې مخامخ نښته کې ۳۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ژوندي نیول شوی دی.
د هغه په وینا چې په دې جګړه کې له وسله والو درې میله راکېټ انداز، درې میله پیکا، پنځه میله کلاشنکوفونه او نور تجهیزات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي زیاتوي، چې دا مهال د مارجې ولسوالۍ د کرو څلور لاري، بلاک نو او بلاک پنج سیمو کې څخه وسله وال طالبان شړل شوي دي او ملي پولیس هلته ځای پر ځای شوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د هلمند والي میرزاخان رحیمي په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې له مارجې ولسوالۍ وسله وال طالبان په تېښته دي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین