۰

د تاجکستان ولسمشر پاكستان ته تللى

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۹
رپوټونه وايي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د تاجکستان ولسمشر پاكستان ته تللى
رپوټونه وايي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د جمهورآژانس د خبر له ښاغلی رحمان تېره شپه اسلام آباد ته رسېدلی چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف یې هرکلي ته راغلی وو.
رپوتونه وايي، پاکستان ته د ولسمشر رحمان اجنډا د دواړو هېوادو تر منځ د دوه اړخیزه اړیکو پیاوړتیا او په یو لړ مسایلو خبرې کول دي.
په ورته وخت کې ویل کېږي، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ښاغلي رحمان ته ډاډ ورکړی، چې د هر ډول دوه اړخیزه مسایلو په اړه ورسره خبرو کولو ته چمتو دی.
ویل کېږي، چې ښاغلی رحمان به په دغه سفر کې له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین او یو شمېر نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین