۰

ننګرهار کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۱
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۳ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۳ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي، چې دغه عملیات له تېرو ځو ورځو راهیسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې پیل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تېرې ورځې په عملیاتو کې د داعش ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان شوي دي.
د مشرقیوال په خبره دا مهال د عملیاتو په ترڅ کې د اچین ګڼې سیمې له داعش وسله والو پاکې شوې او عملیات لا هم روان دي.
خو تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار له اچین ولسوالۍ د لسګونو داعشیانو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین