۰

ننګرهار کې یو تن ماین جوړونکی نیول شوی

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۵
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو تن ماین جوړونکی له یو اندازه چاودېدونکو توکو او نورو مهماتو سره نیولی دی.
ننګرهار کې یو تن ماین جوړونکی نیول شوی
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو تن ماین جوړونکی له یو اندازه چاودېدونکو توکو او نورو مهماتو سره نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ماین جوړونکی تېره ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په شپږمه حوزه کې نیول شوی دی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، نیول شوی ماین جوړونکی هارون د سلیمان زوی او د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
سرچینه زیاتوي، چې هارون دا مهال د ننګرهار د شپږمې حوزې اړوند د خالص فاملیو کې اوسېده چې د امنیتي ځواکونو له خوا د یوه اندازه چاودېدونکو توکو او نورو مهماتو سره یو ځای ونیول شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغه کس څخه یو فیر لونداز، دری بنډله انفجاري فلتې، یو عدد جي پي ایس، دوه لاسي بمونه، څلور عدد د ماینونو ریموت کنترولونه، شل عدد چاودونکي کنډکسرونه، څلور خلتې مختلف النوع چاویدونکي توکی، یو تعداد هفتادوشش صحرايي سرګلولې، دوه سیټ چاودیدلو لپاره اعیار شوي موبایلونه، یو تعداد د تمانچې شاجورونه، څلور عدد بطرۍ چې ماینونو کې نصب وو، څلور عدد رابت بطرۍ، ۱۰ عدد دیناتور کیپسولونه، دری جوړه نظامي لباس، څلور عدد نقابي خولۍ، یو تعداد کندکسر ګروپونه، یو تعداد اعیار شوي ماینونه او نور د ماینونو جوړولو الات چې په خپل کور کې د تخریبي او تروریستي فعالیتونو په موخه ځای په ځای کړي وو نیول شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دغه کسغوښتل چې د ماینونو جوړولو وروسته د دغه چاودیدونکو توکو په وسیله ننګرهار ولايت کې چاودنې ترسره کړي.
سرچینه وايي، نیول شوي شخص په خپل جرم اعتراف کړی، او د لانورو معلوماتو لپاره د پوښتنو او ګرویګنو لاندی قرار لري.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین