۰
د ننګرهار پوهنتون رییس:

له داعش او طالبانو سره د محصلینو د ملاتړ موضوع څېړل کېږي

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۵
د ننګرهار پوهنتون مشر استاد ببرک میاخیل وايي، د دغه پوهنتون د یو شمېر مصحلینو له خوا له طالبانو او داعش سره د ملاتړ موضوع په جدي توګه څېړل کېږي.
له داعش او طالبانو سره د محصلینو د ملاتړ موضوع څېړل کېږي
د ننګرهار پوهنتون مشر استاد ببرک میاخیل وايي، د دغه پوهنتون د یو شمېر مصحلینو له خوا له طالبانو او داعش سره د ملاتړ موضوع په جدي توګه څېړل کېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي میاخېل دغه څرګندونې تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې دغه ډول لاریون د ټولو نورمونو خلاف عمل وو.
نوموړي که څه هم د ځینو محصلینو دغه عمل وغانده خو دا خبره یې په کلکه رد کړه، چې ګنې په دغه پوهنتون کې وسله وال روزل کېږي.
د ننګرهار پوهنتون استاد وویل، چې ۹۸ سلنه محصلین هم دغه لاریون غندي او دا د ټولو نورمونو خلاف عمل بولي.
استاد ببرک
نوموړي وویل«دا یو شمیر هغه محلصین دي چې د نوروولایتونو دلته راغلي او حکومت ضد مفکوره یې له ځان سره راوړي دي.»
میا خیل وایې تر پخوا یې په پوهنتون کې اصلاحات راوړي او دا ډېر محدود شمېر خلک دي، چې دلته دزده کړو پرځاې د تخریب نیت لري.
نوموړي وویل«دا یو شمیر هغه محلصین دي چې د نوروولایتونو دلته راغلي او حکومت ضد مفکوره یې له ځان سره راوړي دي.»
د ننګرهار پوهنتون رییس زیاته کړه، چې له هغومحصلینو سره به قانوني چلند وشي چې د پوهنتون وصولو او مقراتو ته ژمن نه وي.
ښاغلي میاخېل په ورته وخت کې د لاریون کوونکو په کابوکولو کې پر پولیسو هم نیوکي وکړې او په مخنیوي کې یې پولیس ګرم وبلل.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې غړي او یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، په پوهنیز ډګر کې له وسله والو مخالفینو څخه ملاتړ ګواښوونکي دی او، که چېرې افغان حکومت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي دا به په راتلونکي کې امنیت ته لوی ګواښ رامنځ ته کړي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین