۰
ولسمشرغني:

دښمنان هڅه کوي د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کړي

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې د لاریون کوونکو د استازو سره د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان دوښمنان هڅه کوي اوس د افغان ولس تر منځ د قومي نفاق تخم وکري.
دښمنان هڅه کوي د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې د لاریون کوونکو د استازو سره د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان دوښمنان هڅه کوي اوس د افغان ولس تر منځ د قومي نفاق تخم وکري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې تېره ورځ زرګونو لاریون کوونکو په زابل کې د هغه ۷ تنو مسافرو چې وسله والو سرونه ترې پرې کړی وو، په لاریون لاس پورې کړ.
دوی د سهار له اتو ان د شپې تر یوې نیمې بجې پورې د ارګ مخې ته ټول شوي وو او د ورځې په اوږدو کې خو یې ارګ ته د ننوتلو هڅه هم کوله.
لاریون کوونکي چې سخت دردلې وو، په خپلو شعارونو کې د عدلت غوښتنه کوله او افغان حکومت یې په خپلو کارونو او ژمنو کې پاتې راغلی بللو.
دوی له افغان حکومت نه په خپلو شعارونو کې د دغه ۷ تنو د قاتلینو د نیولو د غوښتنې تر څنګ ویل، چې حکومت
ده همداراز وویل،«نن ډېر خطر و چې په مظاهره کې انتحاري حمله وشي، موږ د دې لپاره چې د دې خطر مخه ونیسو درې ځلي امنیتي ځواکونه بدل رابدل کړل.»
باید په هېواد کې امنیت ټينګ کړي.
لاریون کوونکو په خپل پرېکړه لیک کې په زابل کې د برمته ګرو د نیولو، د پېښې په ځای کې د عملیاتو او د قانون منګولو ته د د قتل د عاملانو د سپارلو، د هزاره مېشتو سیمو د امنیت لپاره د یوې داسي قول اردو د جوړولو، چې ۴ قطعې ولري، د غزني له جاغوري ولسوالۍ څخه د ولایت جوړول، د زابل د ۷ وژل شویو کسانو په نوم د کابل د یوې غونډۍ د نومولو او همالته د دوی د ښخولو غوښتنه کړې ده.
له دې وروسته د شپې د دغه لاریون کوونکو استازو په ارګ کې ولسمشر، اجرائیه رییس، د هغوی له مرستیالانو او نورو لوړو پوړو دولتي چارواکو سره وکتل.
دغه استازو د خپلو خبرو پر مهال له افغان حکومته ځینې غوښتنې درلود، چې ولسمشر یې ځینې غوښتنو ته مثبت ځواب و وایه خو ځینې یې داسې و بللې چې د حکومت له توان څخه پورته دي.
ده په بامیان کې د قول اردو د جوړولو په اړه د مظاهره چیانو د غوښتنې په اړه وویل چې دا کار د حکومت په وس پوره نه دی ځکه چې نړیوال داسي یوې قول اردو ته پیسې نه ورکوي.
ولسمشر تاکید وکاوه چې هدف دا دی چې امنیت ټینګ شي نه دا چې قول اردو جوړه شي، باید
ده وویل چې حکومت د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او په وینا یې ده خپله دې پېښې وروسته د ولسمشر غني ناکرار حالت لیدلی دی.
د قول اردو د جوړولو لپاره نړیوالو ته قناعت ورکړای شي چې لګښت یې ورکړي.
ده همداراز وویل،«نن ډېر خطر و چې په مظاهره کې انتحاري حمله وشي، موږ د دې لپاره چې د دې خطر مخه ونیسو درې ځلي امنیتي ځواکونه بدل رابدل کړل.»
ولسمشر د مظاهره چیانو استازو ته وویل:«نن امنیتي ځواکونو ونه کړای شول چې عملیات وکړي ځکه چې د مظاهره چیانو د امنیت په غم کې ول.»
ده پر ولسمشر انتقاد د خلکو حق وباله او د ارګ په اړه یې وویل چې ارګ له موږ سره نه بلکې له خلکو سره تعلق لري.
ولسمشر اشرف غني وویل، چې برمته نیونه او د ملکي کسانو وژل د وسله‎والو مخالفو ډلو د کمزورۍ ثبوت دی او زیاته یې کړه چې مخالفین هڅه کوي له دې لارې د افغانانو ملي یووالی له منځه یوسي او د هغوی تر منځ اختلافات ډېر کړي.
نوموړي وویل«دا د ولس ګډ درد دی، دا د دښمنانو هغه خنجر دی چې غواړي د خلکو د ملي یووالي په زړه کې یې خښ کړي، اوس د دوی ټول تخریبي فعالیتونه پر دې متمرکز دي چې زمونږ په منځ کې درز واچوي، دوی داسې اعمال کوي چې زموږ د خلکو ترمنځ د نفاق اور تازه کړي.»
په غونډه کې اجرايي رييس
نوموړي وویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې په هزاره ګانو پوري محدودې نه دی بلکې افغانستان شموله دي.
عبدالله عبدالله وویل چې د ټولو افغانانو د سر ومال ساتنه د حکومت دنده ده خو هماغه راز چې د خلکو د ژوند په وړاندې بې تفاوتي ګناه ده، د ولس له غم او درده ناوړه استفاده هم ګناه ده.
ده وویل، په دې کې شک نشته چې ځیني کسان غواړي چې له مظاهرې څخه خپل نور هدفونه پوره کړي خو که دا حکومت او دولت ګډوډ شي په زرګونو نورې ستونزې به وزېږي.
غونډې ته تر ټولو مخکې د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق خبرې وکړې او د لاریون پر ترتیبوونکو نیوکه وکړه د هغو عمل یې د نه منلو وباله.
ده وویل چې حکومت د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او په وینا یې ده خپله دې پېښې وروسته د ولسمشر غني ناکرار حالت لیدلی دی.
نوموړي وویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې په هزاره ګانو پوري محدودې نه دی بلکې افغانستان شموله دي.
باید وویل شي، چې دغه ۷ کسان د روانې اوونۍ په پيل کې په زابل کې د داعش وسله‎والو له‎خوا ووژل شول چې یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ هم په کې وه.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین