۰

لارل ماوریل او فاطمي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۴
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سر پرستې ځانګړې استازې لارل ماوریل د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو له ځانګړي مرستیال طارق فاطمي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړې.
لارل ماوریل او فاطمي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سر پرستې ځانګړې استازې لارل ماوریل د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو له ځانګړي مرستیال طارق فاطمي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، طارق فاطمي د سوله ییز ګاونډیتوب او په سیمه کې د نه لاسوهنې په اړه د پاکستان د صدراعظم د پالیسۍ یادونه وکړه.
نوموړي وویل، چې پاکستان له افغانستان سره د رغنده او باوري اړیکو د جوړولو غوښتونکی دی او په وینا یې افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره حیاتي ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرستې ځانګرې استازې کفیلې د افغانستان له سولې او ثبات سره د پاکستان د مرستندوی رول ستاینه وکړه.
د پاکستاني رسنیو پر اساس کفیلې د تروریزم پر ضد د پاکستان د قربانیو یادونه وکړه او هغه یې سترې وبللي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین