۰

کندهار کې ترافیکي پېښې شپږ تنه وژلي

پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۵
چارواکي وايي، په کندهارولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو او ولسي وګړو د موټر په ټکر کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ترافیکي پېښې شپږ تنه وژلي
چارواکي وايي، په کندهارولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو او ولسي وګړو د موټر په ټکر کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د کندهار- هرات پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې د افغان کمانډو ځواکونو موټر د ولسي وګړو له سراچه موټر سره ټکر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې پنځه ولسي وګړي او یو کمانډو سرتېری وژل شوي او دغه راز څلور ملکیان او یو کمانډو سرتېری ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې سیمه ته د څېړنې پلاوی رسېدلی او دقیق معلومات به وروسته خپاره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ژېړۍ ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو د رېنجر او د ولسي وګړو د زرنج موټر په ټکر کې دوه تنه ټپیان شوي وو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین