وسله وال طالبان وايي، په پکتیکا ولایت کې یې موټر بم ځانمرګی برید ترسره کړی او ګڼ پولیس یې وژلي، خو چارواکي د طالبانو ادعا ردوي او وايي بریدګر یې هدف ته له رسېدو وړاندې وژلي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
وسله وال طالبان وايي، د سروبي ولسوالۍ پر ودانۍ یې موټر بم برید کړی چې ودانۍ نړېدلې او ګڼ پولیس یې وژلي دي.
خو د پکتیکا ولایت ویاند نبي الله پیرخیل پر ودانۍ برید مني خو وايي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شول.
نوموړي وویل چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د برید کوونکو موټر چاودنه کړې، چې دواړه بریدګر په کې وژل شوي او یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی دی.
پيرخیل وایي، د ولسوالۍ ودانۍ ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو دا چې چاودنه زیاته زوروره وه د ولسوالۍ د ودانۍ او شاوخوا کورونو شیشې ماتي شوي دي.
جمهور آژآنس:کابل