۰
خوشي شوي هزارګان:

موږ د داعش ازبکستاني قوماندان تښتولي وو

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۵
هغه پنځه تنه هزاره مسافر چې تېره ورځ د وسله والو له منګولو راخوشي شوي دي، وايي، چې د بند په موده کې ورسره سخت ظلم او زیاتی شوی دی.
موږ د داعش ازبکستاني قوماندان تښتولي وو
هغه پنځه تنه هزاره مسافر چې تېره ورځ د وسله والو له منګولو راخوشي شوي دي، وايي، چې د بند په موده کې ورسره سخت ظلم او زیاتی شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پنځه تنه هزاره مسافر د هغو ۳۱ مسافرو له
دوی وايي، برمته کوونکو په ازبکي ژبه خبرې کولې او له تښتولو وروسته یې په موټرونو کې خاک افغان ولسوالۍ ته یووړل.
ډلو و، چې ۹ میاشتې وړاندې په زابل ولایت کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د وسله والو له خوا برمته شول.
د دغه برمته شویو څخه ۱۹ تنه په همغه لومړیو میاشتو کې د وسله والو له منګلو راخوشي شول، خو دغه پنځه تنه تېره ورځ د وسله والو له منګولو راخلاص شول.
راخوشي شوي پنځه تنه مسافر چې تېره ورځ خپلو کورونو ته ورسېدل وايي، چې د بند په ۹ میاشتنۍ موده کې وسله والو ورسره سخت ظلم او زیاتی وکړ.
دوی وايي، برمته کوونکو په ازبکي ژبه خبرې کولې
دوی په خپلو خبرو کې ویلي«د بند په ټوله موده کې مو لاسونه تړلي، سترګې تړلې او په پښو کې مو ځنځیرونه پراته وو، وسله والو په ځلونو زموږ د ساتلو ځایونه بدل کړل او عموم یې په غوجلو کې ساتلو.»
او له تښتولو وروسته یې په موټرونو کې خاک افغان ولسوالۍ ته یووړل.
دغه راخوشي شوي مسافر زیاتوي، چې په همغه لومړۍ شېبه کې یې د برمته کوونکو مخونه لیدلي او له هغې وروسته یې د بند په ټوله موده کې سترګې تړل شوې وې.
دوی په خپلو خبرو کې ویلي«د بند په ټوله موده کې مو لاسونه تړلي، سترګې تړلې او په پښو کې مو ځنځیرونه پراته وو، وسله والو په ځلونو زموږ د ساتلو ځایونه بدل کړل او عموم یې په غوجلو کې ساتلو.»
دوی په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د بند په موده کې وهل شوي هم دي او جنسي تېری هم پرې شوی دی او په وینا یې داعشیانو دومره خواړه ورکول چې پرې ژوندي پاتې وو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین