۰

ننګرهار کې د شیخ مصري ښارګوټۍ له برېښنا برخمن شو

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۷
چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یې د لومړي ځل له پاره د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ته پنځه کیلوواټه برېښنا ورکړه.
ننګرهار کې د شیخ مصري ښارګوټۍ له برېښنا برخمن شو
چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یې د لومړي ځل له پاره د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ته پنځه کیلوواټه برېښنا ورکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل چې دغه برېښنا د نغلو برېښناکوټ څخه ننګرهار ته د غځول شوې برېښنا څخه دې ښارګوټي ته ورکړل شوې ده.
ننګرهار والي زیاتوي، چې د دې برېښنا په ورکولو سره به په یاد ښارګوټي کې ۲۵ کارخانې فعالیت پیل کړي، چې ورسره سم به سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي دا هم وویل، چې شیخ مصري ښارګوټی ۲۵ میګاواټه نورې بريښنا ته هم اړتیا لري، چې ډېر ژر به داهم ورکړل شي.
په ورته وخت کې ننګرهار والي هم دا هم وویل، چې له ولسمشر سره يې د حصارشاهي صنعتي پارک د بريښنا لیږد په تړاو هم خبرې کړې او هغه ورته د حل ژمنه ورکړې ده.
دغه راز د ایسا ادارې مشر قربان حقجو وايي، ننګرهار د زرو فابریکو جوړیدو ظرفیت لري، که چیرې بريښنا په واک کې ورکول شي.
قربان حقجو زیاته کړه، چې له امنیتي پلوه په دغه ولایت کې سوداګر خوندي دي او دوی باید په هره برخه کې پانګونه وکړي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین