۰

ننګرهار کې ۱۴۷ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول شول

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۲
امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۱۴۷ کیلوګرامه بېلا بېل ډوله نشه يي توکي له یوه تن لېږدونکي سره نیولي دي.
ننګرهار کې ۱۴۷ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول شول
امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۱۴۷ کیلوګرامه بېلا بېل ډوله نشه يي توکي له یوه تن لېږدونکي سره نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشه يي توکي تېره ورځ د ننګرهار په دوربابا او لعلپورې ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، لومړي امنیتي ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په دروي چینې سیمه کې یوه کرولا موټر ونیوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه کرولا موټر کې پنځلس کیلوګرامه هیروین، ۲۲ کیلو ګرامه تریاک او ۶۶ کیلوګرامه چرس ځای پر ځای شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ونیول شول.
دغه راز مشرقیوال زیاته کړه، چې په لعلپورې ولسوالۍ کې پولیسو د دندې تر سره کولو پرمهال ۴۴ کیلوګرامه اوبه تریاک کشف او ونیول.
د هغه په وینا، چې د دغه نشه يي توکو په تور یو تن نیول شوی چې دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې په سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین