۰

ولسمشر غني ترکمنستان ته ځي

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۹
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنتسان ته ولاړ شي.
ولسمشر غني ترکمنستان ته ځي
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنتسان ته ولاړ شي.
د رپوټونو له مخې ټاکل شوې افغان ولسمشر د راتلونکې میاشتې په لومړی نیمايي کې تر کمنستان ته سفر وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د دوشنبې په ورځ تلېفوني خبرې کړې او ښاغلي غني ته یې بلنه ورکړه چې هغه هیواد ته ورشي او د ټاپي پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
باید وویل شي، چې د ترکمنستان ولسمشر روانه اونۍ د ترکمن ګاز او تر کمن ګازنفت سترای دولتي کمپنیو ته امر وکړ چې دا پروژه عملا پیل کړي.
دغه پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره د افغانستان له خاورې تیریږي او څه باندې لس میلیارډه ډالر به پرې ولګیږي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین