۰
پوتین:

امریکا غواړي د مسکو ستراتیژیک اټمي دفاعي سیستم خنثی کړي

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۲
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې د مسکو ستراتېژیک آټمي دفاعي سیستم خنثی کړي.
امریکا غواړي د مسکو ستراتیژیک اټمي دفاعي سیستم خنثی کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې د مسکو ستراتېژیک آټمي دفاعي سیستم خنثی کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتین دغه څرګندونې تېره ورځ په سوچي کې د روسیې له پوځي مشرانو سره د لیدو پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې محتده ایالات دغه کار د روسیې د بالستیک
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي« متحده ایالاتو او متحدینو یې د نړېوال توغندویې دفاعي سیسټم جوړول نه دي درولي. له بده مرغه په دې برخه کې نه زموږ اندیښنې او نه هم زموږ د همکارۍ وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.»
توغندیو په وړاندې د دفاعي سیستم په پیاوړي کولو سره کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي« متحده ایالاتو او متحدینو یې د نړېوال توغندویې دفاعي سیسټم جوړول نه دي درولي. له بده مرغه په دې برخه کې نه زموږ اندیښنې او نه هم زموږ د همکارۍ وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.»
د هغه په وینا واشنګټن غواړي پر روسیې یو قاطع پوځي برلاسی ولري، خو وایي، مسکو به یو داسې سیسټم جوړ کړي چې د توغندیو د هر ډول دفاعي سیستم څخه د تیریدو وړتیا ولري.
ده ویلي، چې روسیه به د ناټو د میزایلو دفاعي سیستم په وړاندې د هغو نویو وسلو په ځای پرځای کولو سره مقابله وکړي چې کولی شي له سِپر نه تیرې شي.
باید وویل شي، چې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې دا مهال د سوریې د کړکېچ په خاطر زیاتې ترینګلې شوې دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین