رپوتونه وايي، مسکو چمتو دی، چې له افغانستان سره درې مي ۳۵ ډوله چورلکې او ۱۰ زره کلاشنکوفونه افغانستان ته ورکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې له مخې ځینو رسنیو د روسي سرچینو له قوله ویلي، چې روسیه دغه کار د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر تر سره کوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني له خپل روسي ساري سره په کتنه کې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې وه.
څه موده وړاندې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي هم منلې وه، چې افغان حکومت له روسیې د وسلو غوښتنه کړې او دغه مرستې ته په تمه دی.
روسیه یو ځل بیا پر داسې مهال له افغان ځواکونو سره د وسلو د مرستې له پاره چمتوالی ښيي، چې هند هم ویلي له افغان ځواکونو سره د چورلکو مرستې کوي.
په همدې تړاو د افغان حکومت د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ هند ته تللی او هلته یې له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو او افغانستان په اړه خبرې اترې پیل کړې.
ویل کېږي، چې هند به افغانستان ته څلور باله چورلکې ورکړي.
جمهور آژآنس:کابل