۰
هلمند والي:

طالبان له مارجې ولسوالۍ په تېښته دي

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۲
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وایي، افغان ځواکونو د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان سخت ځپلي او ګڼې سیمې یې ترې نیولې دي.
طالبان له مارجې ولسوالۍ په تېښته دي
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وایي، افغان ځواکونو د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان سخت ځپلي او ګڼې سیمې یې ترې نیولې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي رحیمي تېره ورځ د اداري مجلس په غونډه کې وویل، چې دا مهال طالبان د مارجې ولسوالۍ څخه د تېښتې په حال کې دي.
د هغه په وینا د وسله والو مخالفينو او د پردیو استخباراتي کړیو کارکوونکي د افغان پوځ پر وړاندې نه یوازې چې ستره ماته خوړلې، بلګې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
نوموړي وویل چې د باباجي او مارجې ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه د پاکېدو په حال کې دي، او وروسته له دې به عملیات د هلمند شمالي ولسوالیو ته وغځول شي.
په ورته وخت کې والي د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادرې اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې له کورنیو بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې په موخه د هغوی کره شمېره معلومه کړي.
دغه راز هغه دا سپارښتنه هم وکړه، چې د مخابراتو ریاست او د برېښنا ریاست باید له اړونده وزارتونو سره اړیکه ونیسي تر څو د مخابراتي شبکو او په سنګین کې د برېښنا د پرېکېدو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
هلمند والي د سولې عالي شورا او د علماو شورا ریاست ته دنده وسپارله چې د وسله والو مخالفینو د شمو تبلیغاتو د مخنیوي له پاره مټې رابډ وهي او پرېنږدي وسله وال مخالفین له دې لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
باید وویل شي، چې د هلمند په مارجې او ځینو نورو ولسوالیو کې له تېرو څو اوونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي، چې د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
په دغه ولایت کې د وسله والو د ګواښونو له امله مخابراتي شبکو خپل فعالیت بند کړی، چې دغه کار د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین