۰

خوست کې د حقاني شبکې غړي او د وسلو زېرمې نیول شوې

سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۸
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په خوست ولایت کې یې د حقاني شبکې درې تنه غړي او د دغه شبکې د یوه قوماندان د وسلو دوه زېرمې کشف او نیولې دي.
خوست کې د حقاني شبکې غړي او د وسلو زېرمې نیول شوې
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په خوست ولایت کې یې د حقاني شبکې درې تنه غړي او د دغه شبکې د یوه قوماندان د وسلو دوه زېرمې کشف او نیولې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان او د وسلو زېرمې د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوې دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو لومړی د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې درې تنه غړي، رحیم خان، نعیم خان او نجیب الله ونیول.
سرچینه وايي، د نیول شویو کسانو د اعترافونو په نتیجه کې د حقاني شبکې اړوند قوماندان سپین غر د وسلو دوه زېرمې هم د ملی امنیت ځواکونو له خوا کشف او ونیول شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغه زېرمتونونو د ځانمرګي برید واسکټ، څو میله راکېټ انداز، پیکا، کلاشنکوفونه، ۱۱ میله تفګنچې، څلور پایې مخابرې او یوه اندازه نور نظامي وسایل تر لاسه شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ویل کېږي، د حقاني شبکې دغه نیول شویو غړو تر اوسه پورې په څو ترهګرو بریدونو، او ماین چاودنو کې لاس درلود.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین